د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لوګر کې ٢٠ طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي

لوګر کې ٢٠ طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي

Apr 25, 2015 - 14:38

پل علم ( پژواک، ۵ غویی۹۴): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې طالبانو تېره شپه په خروار او بره کي برک ولسواليو کې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې ٢٠ بريدګر وژل شوي او ١٨ نور ټپيان  دي، خو طالبان خپله مرګ ژوبله ردوي.

د لوګر امنيه قوماندانۍ سرپرست عبدالحکيم اسحاقزي پژواک خبري اژانس ته وويل، لسګونه طالبانو تېره شپه شاوخوا نهه بجې په مرکز پل علم کې پر امنيه قوماندانۍ او دوو ولسواليو کې پر څو امنيتي مرکزونو بريدونه وکړل.

اسحاقزي وويل چې امنيتي ځواکونو له بريدونو وړاندې استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو او په پوره قوت سره يې بريدګر وځپل.

د هغه په وينا، د هوا په ګرمېدو سره سلګونه کورني او بهرني طالبان لوګر ته راغلي  او غواړي په بريدونو سره يو شمېر سيمې تر خپل کنترول لاندې راولي، خو دې هدف ته رسېدل يې ناممکن وبلل.

نوموړي وويل، په خروار ولسوالۍ کې ١٢ طالبان د امنيتي سرتېرو پر ډزو  وژل شوي او جسدونه په سيمه کې پراته دي. همداراز په بره کي برک ولسوالۍ کې هم اته طالبان وژل شوي او يو ١٨ نور ټپيان شوي دي. د اسحاقزي په وينا، په دغو بريدونو کې يواځې دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د بره کي برک ولسوال انجنير محمد رحيم امين هم دا مني چې طالبانو تېره شپه ددې ولسوالۍ اړوند پر شپږو امنيتي پوستو بريدونه کړي چې د دواړو لوريو ترمنځ څه باندې يو ساعت جګړه شوې ده.

د امين په خبره، په جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره شمېره يې ونه ښوده. ولسوال وايي امنيتي ځواکونه بايد د کال په دې وخت کې د مخالفينو د بريدونو د مهارولو لپاره پوره تيارى ولري، که داسې ونه کړي نو ستونزې به ډېرې شي.

د پل علم ښار اوسېدونکي نيازالله پژواک ته وويل، تېره شپه ۹ بجې وې چې وسله والو له سپکو او درنو وسلو څخه په استفادې پر امنيه قوماندانۍ بريد وکړ. د هغه په خبره جګړې نيم ساعت دوام وکړ، خو د ښار اوسېدونکو ټوله شپه په وېره کې تېره کړه.

امنيه قوماندان وايي چې پر امنيه قوماندانۍ د طالبانو بريد پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوړلې، بريدګرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره معلومات يې په اړه نشته.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د امنيتي ځواکونو ادعا ردوي چې ګواکې د تېرې شپې په جګړو کې دې ٢٠ تنه طالبان وژل شوي وي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

اعلانونه

Advertisement