د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکـتيا کې ٢٥٠ بېوزلو کسانو ته د وړيا لوړو زده کړو زمينه برابره شوه

پکـتيا کې ٢٥٠ بېوزلو کسانو ته د وړيا لوړو زده کړو زمينه برابره شوه

Sep 18, 2017 - 15:47

ګردېز (پژواک، ٢٧ وږى ٩٦): په پکتيا کې د "حماس خيريه بنسټ" او "رڼا د روغتيايي علومو انسټيټيوټ" تر منځ د يوې هوکړې له مخې به ۲۵۰ بېوزله نارينه او ښځينه جذب او تر پايه وړيا زده کړې ورکړل شي.

د حماس خيريه بنسټ مشر ډاکتر عبدالهادي حماس د وږي په ٢٧مه د دغه تړون د لاسليک پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهیسې يې هڅې پيل کړې چې بېوزله هېوادوالو ته د تعليم او تحصيل زمينه برابره کړي.

هغه زياته کړه، په خپله دې هڅه کې تر دې دمه د ځينو تعليمي او تحصيلي ادارو او سوداګرو په مرسته بريالی شوی او په يوه نوي ګام کې به د ګڼو نورو ځوانانو د زده کړو ارمان پوره شي.

دی وايي: ((دا مو لومړيتوب دی چې هېوادوال مو پوهه ترلاسه کړي او په يوه برخه کې ورسېږي؛ ټول بايد هڅه وکړي څو داسې څوک پاتې نه شي چې ووايي د بېوسۍ له امله زده کړې نه شم کولی.))

د رڼا د صحي نيمه لوړو زده کړو انسټيټيوټ مشر ډاکتر سميع الله احمدزی وايي، له دغه اقدام څخه يې موخه د ټولنو د کم وسو لاسنيوی دی او بل دا چې خلک د خيريه بنسټونو پر رول خبر شي.

احمدزي پژواک ته وويل، يادو ۲۵۰ محصلينو ته به په پنځو صحي برخو کې په دوه او درې کلونو کې زده کړې ورکړي چې تر پايه پرې شاوخوا پنځلس ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

د هغه په وينا، له دې چارې يې بل هدف د ناروغيو او روغتيايي ستونزو کمول دي.

دى زياتوي: ((عالي نرسنګ او عالي قابلګي درې کلن او پاتې نور د غاښونو طب، طبي ټکنالوژي او فارمسي دوه کلن دي. په نورو هېوادونو کې ټول کارونه دولت نه کوي، خيريه بنسټونه په ډېرو چارو کې ونډه اخلي؛ له دغه تړون څخه يو هدف دا دی چې خلک د خيريه بنسټونو پر رول او فعاليت پوه شي.))

حماس په پکتيا کې يواځېنی ولسي خيريه بنسټ دی چې څو ورځې وړاندې يې سلو بېوزله او يتيمو ماشومانو ته هم له يوې خصوصي لېسې سره د تړون له لارې د زده کړو اسانتيا برابره کړه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement