د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حقاني: افغانستان کې د جهاد په اړه د پاکستاني علماوو فتوا د اسلام خلاف ده

حقاني: افغانستان کې د جهاد په اړه د پاکستاني علماوو فتوا د اسلام خلاف ده

Sep 28, 2017 - 15:28

جلال اباد (پژواک، ۶ تله ۹۶): د ننګرهار د حج او اوقافو رييس وايي، په افغانستان کې د جهاد په اړه د پاکستاني عالمانو فتوا د اسلام خلاف عمل دی او بايد چې پاکستاني عالمان له دې چارې لاس واخلي.

په دې وروستيو کې پاکستاني ديني عالمانو يو ځل بيا په افغانستان کې د جهاد د روا والي په اړه فتوا ورکړې او په پاکستان کې يې د دولت ضد کړنې نامشروع عمل ګڼلی دی.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني چې د تلې په ۶مه يې په جلال اباد ښار کې له امنيتي ځواکونو د ديني عالمانو د ملاتړ په يوه لويه غونډه کې وکړې او دغه راز يې د حکومت په مشروعيت کې د عالمانو رول مهم ياد کړ.

مولوي حقاني وويل، د پاکستان ديني عالمان د دغه هېواد د استخباراتي شبکې (ISIinfo-icon) په اشاره په افغانستان کې د جهاد فتواوې ورکوي چې دغه عمل يې د اسلام خلاف او په قرانکريم او احاديثو کې ښکاره لاسوهنه ده.

نوموړي زياته کړه: ((هغوی په خپل هېواد کې د جهاد فتوا نه ورکوي او هلته چې څوک د حکومت پر ضد جګړه کوي، هغوی پوډريان، لوچکان او جاهلان بولي خو چې څوک د افغان حکومت پر ضد جګړه کوي، هغه مجاهد بولي.))

هغه په خواشينۍ سره وويل چې دوى د دين او د الله د احکامو تحريف کوي.

مولوي حقاني له افغان ديني عالمانو وغوښتل چې د خپل حکومت تر څنګ دې ودرېږي او د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ دې وکړي؛ ځکه د دوی په موجوديت کې جومات ته تګ شونی دی، مدرسې فعالې دي او دين پر مخ ځي.

غونډې ته د وينا پر مهال بل ديني عالم شيخ محمد صادق هم د پاکستاني عالمانو دغه کړنه له اسلام سره په ټکر کې وبلله او دا يې د دغه هېواد د استخباراتي شبکې فرمايشي کړنه ياده کړه.

دی وايي: ((دا اسلام څه په اسلام اباد کې نه دی نازل شوی، چې د هغی ځای فتوا به په پاکستان کې جهاد حرام او په افغانستان کې حق ګڼي، دوی دې ځانونه د پاکستان عالمان نه کوي، د دين او حق عالمان دې کړي.))

يو بل ديني عالم مولوي نثاراحمد هم ورته څرګندونې وکړې او دغه راز يې له امنيتي ځوکونو ملاتړ په هيواد کې د تلپاتې سولې راتګ لپاره مهم ياد کړ.

هغه پر دينی عالمانو او قومي مشرانو غږ وکړ چې د خپلو امنيتي سرتيرو د ملاتړ ترڅنګ دې وسله وال سولې ته راوبلي، څو جګړې پای ومومي.

يادو ديني عالمانو د غونډې په پای کې په يوه خوله د امنيتي ځواکونو د ملاتړ غږ وکړ او له پاکستاني ديني عالمانو يې وغوښتل چې په افغانستان کې د جهاد له فتواو لاس پر سر شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement