د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په فراه کې د يوې کورنۍ څلور غړي په مرموز ډول وژل شوي

په فراه کې د يوې کورنۍ څلور غړي په مرموز ډول وژل شوي

Nov 20, 2017 - 13:33

فراه (پژواک، ٢٩ لړم ٩٦): فراه کې ځايي سرچينې وايي  چې د يوې کورنۍ څلور غړي  په دغه ولايت کې په مرموز ډول وژل شوي دي.

د فراه امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د دغه خبر د پخلي تر څنګ وويل چې امنيتي ځواکونو پرون ورځ د فراه ولايت د مهاجر اباد کلي په شوراب دښته کې د ګزمې پر مهال د دوو مېرمنو او دوو ماشومانو مړي موندلي دي.

د باهر په خبره، دواړه مېرمنې پر ډزو وژل شوې او د ماشومانو سرونه د چړې په وسيله پرې شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې مړي يې خپلو کورنيو ته تسليم کړي او د قضيې په تړاو تر دې دمه څوک نه دي نيول شوي.

د هغه په خبره، مقتولين د فراه د بالا بلوک ولسوالۍ د کنسک کلي اصلي اوسېدونکي دي.

دغه ځايي سرچينې وويل چې قضيه تر څېړنې لاندې ده.

د وژل شوو يوه خپلوان د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوې مېرمنې او دوه ماشومان په يوه کورنۍ پورې اړه لري چې د فراه ښار ته  څېرمه د مهاجر اباد کلي د شوراب دښتې ته يوه زيارت ته تللي وو.

د نوموړي په خبره، وژل شوي کسان له چا سره کورنۍ او شخصي دښمني هم نه لري او تر اوسه د قضيې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement