تيفا: د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په پام سره راتلونکي کال کې ټاکنې امکان نه لري
تيفا: د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په پام سره راتلونکي کال کې ټاکنې امکان نه لري
کابل (پژواک، ٦ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ(تيفا)، د ټاکنيزو کمېسيونونو د غړو غوراوي د پخوانۍ کمېټې د کار د بيا پيل په اړه د ولسمشر فرمان د قانون خلاف بولي او وايي چې حکومت په راتلونکي کال کې د ټاکنو د تر سره کېدو سياسي اراده نه لري.
د ياد بنسټ مشر نعيم ايوب زاده چې نن يې په کابل کې خبرې ناستې ته خبرې کولې، وويل چې د غوراوي کمېټې د بيا فعالولو لپاره د ولسمشر فرمان غير قانوني دى.
هغه وويل، څنګه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مشر او غړو ګوښه کول د ټاکنو قانون کې مشخص دي، په همدې ډول په دې قانون کې راغلي چې ځاى ناستى کس بايد د کمېسيون د غړي له لرې کولو وروسته د اوو ورځو په ترڅ کې له پاتې غړو چې پخوا د غوراوي کمېټې ته ور پېژندل شوي وو، د ولسمشر له لوري غوره شي.
نوموړي زياته کړه:((له بده مرغه چې ولسمشر د اوو ورځو په ترڅ کې نوى غړى معرفي نه کړ، بلکې د نوو څېرو د پېژندلو لپاره يې د غوراوي کمېټې د بيا فعالولو امر وکړ، دا په ښکاره ډول د هېواد د ټاکنو قانون تر پښو لاندې کوي او موږ يې غندو.))
د نوموړي په خبره، که ياده کمېټه خپل کار هم پيل کړي، د ټاکنو له قانونه سرغړونه ده چې د افغانستان خلکو او قوانينو ته به ځواب وايي.
د ياد بنسټ مشر وويل چې حکومت د رڼو ټاکنو د تر سره کولو لپاره سياسي اراده نه لري، د ټاکنيزو اصلاحاتو اجنډا نشته چې له امله يې په راتلونکي کال کې د ټاکنو تر سره کول ناممکن دي.
سرچينه وايي چې د ملي يووالي حکومت په راتګ سره په ادارو کې د مديريت او مشرتابه بحران پيل شوى چې اکثره وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون کې هم دا ستونزه شته ده.
له بلې خوا د افغانستان د ټاکنو او روڼتيا موسسې(ايتوا) هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د ټاکنو کمېسيون د نوو غړو د ټاکنې لپاره نا قانونه کړنې او روشونه کولى شي چې د سياسي ګوندونو، مدني ټولنې او په ټوله کې د خلکو پر وړاندې ټاکنيزه پروسه بې اعتباره کړي.
ايتوا زياتوي:((که چېرته ولسمشر په رښتيا هم دا تشخيص کړې وي چې په پخواني لېست کې په شرايطو برابر کسان نشته، نو وړانديز کوو چې لومړى دې د ټاکنو قانون د سياسي ګوندونو او مدني ټولنې په مشوره داسې تعديل کړي چې شته ستونزې(د غوراوي کمېټې ترکيب، د کمېسيون د غړو شرايط او د بدلون طرز يې) لرې شي.
وروسته له هغه چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر نجيب الله احمدزى له دندې ګوښه شو، ولسمشر د يوه حکم له مخې د غوراوي کمېټې د بيا فعالولو حکم صادر کړ.
په دې حکم کې راغلي:((افغان ولسمشر د ياد شوي کمېسيون د لرې شوي غړي د ټاکلو په موخه د ټاکنو قانون د ١٣مې مادې پر بنسټ امر کړى چې د غوراوي کمېټې پخواني غړي ددې حکم له صدور نه خپل کار پيل کړي.))
له بلې خوا د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، هيله ده چې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې په وخت له لوړې روڼتيا او عدالت سره تر سره شي.
نوموړى ټينګار کوي چې نه بايد د تېرو ټاکنو ترخې خاطرې د افغانستان پر وضعيت او حتى د امنيت او حکومتوالۍ پر وضعيت ناوړه اغېز وکړي.
ورته راپورونه:
Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.
نظر ورکړئ